IQNA

د ناروې تازه مسلمانه شوي جینۍ  اسلام ته ګروهمنیدا دتجروبې په باب څه وائي؟

8:14 - January 27, 2024
د خبر لمبر: 3488628
ایکنا- د ناروې یوه جینۍ چې په همدا وروستیو کې ئې  اسلام قبول کړی، په سویډ کې ژوند  کوي،له مسیحیّته ئې  داسلام ته دګروهمندیدا  په زمینې کې دخپلې تجروبې په باب خبرې کړي دي.

ایکنا نیوز د سویډ داطلاع رسونې د مرکز له قوله راپور راکړ،جولیّن فراسټ  یوه ناروې واله ۲۵جینۍ ده چې  اسلام ته ګروهمنه شوې او دمګړئ په سویډ ګوتبورګ ښار کې ژوند کوي. جولیّن په ناروې کې  په فینمارک ولایت کې زیږیدلې ده . دغه تازه مسلمانه شوي جینۍ  په یوې محافظه کارې مسیحي کورنۍ کې لویه شوې ده   چې په هغې کې  مسیحي ارزښتونه ډير مهم دي.

د مثال په توه د شرابو څښل یا  له واده بهر  داړیکو درلودل پکې ممنوع دی . دجولیّن په وینا،  دنسلونو د بدلیدا او د وخت  د  بدلیدا  په دلیل  هغې  د خپلې کورنۍ په نسبت لا زیات آزاد فکر  درلود.

له اسلام سره د بلدتیا لټون ؛

جولّین  د زلمیتوب په پړاؤ کې  دهغه خدای په وجود چې نړۍ ئې پنځولې ده ، اعتقاد درلود، خو څه خاص مذهبی تعلقاتو ته ئې څه خاص فکر  نه کاوه او له مختلفو دینونو سره ئې څه خاص دلچسپی هم نه درلوده .خو  داسلام او مسلمانانو به باب کیسې اوخبرونه  چې د سورئې،عراق  اومینځنی ختیځ  له پیښو سره په یووخت ، مطر شوي وو، جولیّن فراسټ د  اسلام په باب حساسه شوې ،  دهغې لپاره  دا پوښتنه راپورته شوه چې  اسلام څه شی دی  اود د نیا زیاتره مهمې پیښې  د  اسلام او مسلماننو په چورلیز کې څرخیږي، له فلسطین او اسرائيلو رانیولې تر افغانستان، ایران ،عراق ولبنان ،سورئې پورې  او د دستمبر د یولسمې نیټې ترپيښو او له ترهه ګرۍ سره دجنګ او داسې تر نورو مسئلو پورې د پيښو په باب کنجکاؤ  شوم.

جولیّن وائي په دې اړه مو فکر کول پیل کړل ،نو څیړنو او تحقیق ته مو مخه کړه څو اسلام وپيژنم  او درک کړي ،دا چې آیا واقعا اسلام یو دین دی یا نه ؛ آیا  تاؤتریخجن دین دی؟آیا ښځې  مریونه او وینځې  ګڼي او کمزوري کوي ئې .؟

جولیّن بیا وائي ، چې د اسلام په باب ئې څیړنې او مطالعه پیل کړه . هغې څو مسلمان همکاران درلودل ې په ناروې کې ئې ژوند کاوه . هغهوائي ،  داسلام ددرک لپاره   د آوریدو له لارې نه ،بلکې  له عملی لارې  له هغوی سره لانزدې شوم . دوي ډير مهربان وو او د هغې ډيره زیاته میلمستیه به ئې کوله او ډير زیات میلمه پال وو،حلال خواړه به ئې خوړل، شراب ئې نه څښل  او له وادونو بهر به ئې جنسي  اړیکې هم نه درلودې.نو کله مو چې ددوي رودې اوکارونه ولیدل نو اسلام سره مې نوره هم مینه پیدا شوه انت تردې چې په بشپړ ډول مې مطالعه وکړه او بلاخره هغه لاره چې مو غوښتله پيدا کړه او بشپړ آرامښت راته په لاس راغی.

https://iqna.ir/fa/news/4194518/

captcha